اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ وئيلي دي چې تحريك ??نت??ار د ملټري كورټس معامله متنازعه جوړوي ٬ په ملټري كورټس سياست كوؤنكي دا هېروي چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن به په خپل دور كښې د ملټري كورټس فضائل بيانول٬ په ملټري كورټس كښې ټرائل هغه وخت كيږي كله چې څوك په دفا??ي اداره بريد كوؤنكے وي٬ په پوځي تنصيباتو د بريد مقدمه په ملټري كورټس كښې چلېږي٬ ملزم د وكيل كولو او د پرېكړې په ضد د اپيل كولو حق لري٬ څوك چې سزا شوي دي د هغوي په ضد نه رد كېدونكي دلائل موجود دي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د تحریک ??نت??ار هڅه ده چې د ملټري كورټس معامله متنازعه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل دا خبره ښكاره ده چې په ملټري كورټس كښې ټرائل هغه وخت كيږي كله چې څوك په دفا??ي اداره بريد كوؤنكے وي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي باني چيئرمېن په دور كښې چې كله د سویلینز په ملټری کورټس كښې ټرائل كېدو نو هغه وخت هغه د دې فضائل بيان كړل٬ د هغه كلپس په سوشل ميډيا موجود دي۔ وفاقي وزير ووئ??ل په ملټری ٹرائل كښې هم د اپيل دوه حقونه وركولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د تحريك ??نت??ار وياند په زوره زوره دا وائي دا ظلم او زياتې دې۔ ده ووئيل كه دا ظلم او زياتې دې نو ددوئي ل??رښود په تېر وخت كښې په ملټري كورټس كښې د سوېلينز د ټرائلز فضائل ولې بيانول۔ وفاقي وزير ووئ??ل پاكستان د ټولو نړيوالو قوانينو احترام كوي٬ قائد اعظم هم دا درس وركړے دے چې د هېواد دننه دې د قانون د حكمرانۍ نظام رائج وي۔ كه تحريك انصاف د قانون حكمراني نه مني او په دې عمل نه كوي نو دوئي هڅې د تنازعې رامخې ته كولو هڅې كوي٬ دوئي ځان لپاره د رعايت هڅې كوي كومې چې دوئي ته ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئ??ل په ملټري ټرائل كښې د نړيوالو قوانينو ټولې تقاضې ترسره كړې شوي دي٬ په دې كښې هېڅ ډول خلاف ورزي نه ده شوې٬ د تحريك ??نت??ار ل??وا د هېواد په ضد بيانيه جوړولې شي۔ په نو مئي د دوئي خلكو اړې ګړې رامخې ته كړو٬ د كور كمانډر كور بهر د دوئي كسان ولاړ وو۔ ده ووئيل د 9 مئي مجرمانو ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي او په دې كښې به رائټ ټو فیئر ٹرائل آبزرو كولې شي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير د بابائے قوم د زېږېدنې ورځې په موقعه ټول قام ته مباركي وركړه۔ ده مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس خوشحالو مباركي هم وركړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل مسلم ليګ (ن) تل د قائد اعظم د وژن له مخې ددې هېواد خذمت كړے دے او تل يۍ دا هڅه كړې ده هېواد دې د پرمختګ په لاره روان وي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې مونږ ټول به پاكستان عظيم هېواد جوړؤ او پاكستان به پرمختګ كوي۔
Nguồn bài viết : Las Vegas trực tuyến